دتسليت پيغام
اکبر کرگر  اکبر کرگر

بريالی وو بريالی ولاړ !

 

که هر څو يي مخ دعيش پر لورې سم کړم

زړه مې ځکه تل غمونو ته کږيږي .

پروني ياران چې ماسره مجلس وو

نن يي تن په تورو خاورو کې رژيږي

دهجرې ځيگر په نيش دهجر غوڅ شه

 په هر لوريي وينې موج کاندي بهيږي

....

کله چې دبريو اوبرياليو کلمه زما  تر غوږو کيږي  سم دم مې راته مخې ته يو دروند اومهربان دوست ‘ ملگرې اوښوونکې دريږي . زه ارواښاد بريالی يادوم چې اوس زموږ په منځ کې نشته  .

بريالی  يوه ښه اومهربانه معلم وو . استاد اودصميميت اومهربانيو ډک ملگرې و . نيمه پيړی يي  دخپل محبوب وطن دپراخو اولسونو دغمونو انديښنو غورځو پرځو ته دمبارزو په ډگر کې اوږه ورکړه . چې اوس دادی زما دذهن ‘خوب وخيال له ځولۍ څخه نه ليري کيږي .

دهغه تن اوروان دهيواد خلکو ‘ترقۍ فرهنگ اوتاريخ سره له مينې جوړ وو . دهرچا په وړاندې  ډير مودب اومتواضع و اوپه پراخه ټنډه يې چلندکاوه . دخپلو ملگرو له پاره ډير ښه استاد ‘لارښود اوپه شخصې ملگرتياو کې ډير ښه ملگرې ‘دوست اودمهربانيو سمبول و .

ارواښاد استاد بريالی  د۱۹۹۲ اود۱۹۹۳ ترپايه کله چې حاکميت سقوط وکړ  ديو يو  ملگري اوپه هيواد مينو روښانفکرانو کورنۍ دژوند اوسر ساتنې په لټه کې و . اوتر وسې يي هڅه وکړه چې دهغوژوند خوندې شي .هغه مهال بريالی په ډيرو ناوړه شرايطو کې دکابل په ښار کې پاتې شوهر چا اوهر ملگرې ديوه هيرو اوقهرمان په نوم ياداوه اوپر هغه يي دزړه سوبه کوله  .

 

 

دروان کال داگست په مياشت کې مې ددوه يادرې ساعتونو  له پاره دهغه په کور کې دارواښاد عيادت وکړ . په ټول وخت کې دروغبړ نه وروسته په ډيره گرمجوشی دهيواد دفرهنگ ‘ تاريخ ‘ادبياتو اوملي شخصيتونو په باب خبري وکړي سره له دې چې له  درد اوناروغۍ نه يې کړوا گاله خو په پوره مينه يي هڅونکې مشورې راکړي . اوپه خپلو خبرو کې يي دهيواد دفرهنگ اوترقی له پاره ژوره تنده څرگنده کړه . روح دې ښادوي !.

خو اوس چې بريا لی زمو ږ په منځ کې نشته . دخپل محبوب وطن غيږی ته ورغې دنشتوالي داغ يي دټولو ملگرو اودوستانو په زړونو کيښود . موږ ديوه ډير مهربانه دوست اوملگرې نه بې برخې شو .

په پای کې دارواښاد ملگرې بريالي باشهامته اوغيرتې ځوي رومان بريالي ته چې دزلميتوب اوزده کړي رنگينې شيبې ېې دپلار اومور خدمت ته وقف کړي يو ځل بيا تسليت وايم . دهغه ميرمنې قدرمنې  جميله ناهيد اولور مريم بريالي ته دزړه له کومې تسليت وايم . دغه راز دهغه کورنۍ ‘ ملگرو اودوستانو ته دزړه له کومې تسليت وايم .

 بريالي به تل دخلکو په زړونو کې ځای ولري دهغه کارنامې دهيريدو وړ نه دي . هغه دمبارزينو سالار اوملگري اودوطن په ازادۍ  اوترقۍ مين شخصيت و.

روح دې ښاد وي .

لندن  ددسمبر ۱۵

 

 


December 17th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها